چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستاني درملو بندښت به په بېسارې توګه د درملنې لګښتونه لوړ کړي

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی،چې له ۲۱ شعبان (۲۰ دلو) وروسته به له پاکستانه د درملو واردات په بشپړه توګه ودرول شي او دغه درمل به په ګمرکونو کې نه محصول کېږي. یاد وزارت له سوداګرو غوښتي، چې په پاتې ۱۹ ورځو کې خپل اسناد او سوداګریز معاملات تصفیه کړي. د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي، چې دا بندیز به د درې میاشتو لپاره عملي کېږي او سوداګر باید د درملو د تأمین لپاره بدیلې لارې ومومي. د دې پرېکړې له اعلان وروسته، د هېواد په بازارونو کې د درملو بیې په بېسارې لوړې شوې دي. د طالبانو د احصائیې ادارې د شمېرو له مخې، په هېواد کې د درملنې لګښتونه له ۱۷ سلنې زیات لوړ شوي دي.

- Advertisment -spot_img