پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ټرمپ پر ضد لاریون؛ سویس کې د امریکا بیرغ ته اور واچول شو

په سویس کې سلګونو لاریونوالو د امریکا بیرغ ته اور اچولی او د داووس په نړیوال اقتصادي فورم غونډه کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ګډون سره مخالفت ښودلی دی. د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې، په دغو لاریونو کې شاوخوا ۲زرو تنو برخه اخیستې وه او له وښو څخه د جوړو شويو لوګي لرونکو بمونو په وسیله یې اورونه اچول. لاریونوالو په یو غږ: « ټرمپ ناروغ دی» شعار ورکاوه او او ترڅنګ یې دا هم ویل چې : «در وه یې تړئ». او لاریونوالو د امریکا بیرغ ته اور اچولی دی. د دغه لاریون چمتو کوونکې ډله، د کیڼ اړخو ټولنیزو حرکتونو سازمان و او پر وینا یې د ټرمپ په واکمنۍ کې د امریکا سیاست د وسله‌وال ځواک د ترهګرۍ او د کمزورو هېوادونو د مجبورولو په لوري روان دی. په راپور کې راغلي چې د داوس په اقتصادي نړیوال فورم کې غونډه کې له دغو لاریونو سره مل د ټرمپ دا سفر ښيي، چې امریکا په بشپړه توګه د سیاسي ناورین پر لور ګامونه اخلي. د داوس نړیوال اقتصادي فورم د سویس یوه غیر دولتي اداره ده، چې هر کال د سوداګرۍ، سیاست او بېلابېلو برخو د متخصصینو سره غونډې ترسره کوي. سږنۍ دا فورم د جنورۍ له ۱۹ مې تر ۲۳ مې پورې په دغه هېواد کې جوړ شوی دی.

- Advertisment -spot_img