ټاکل شوې نن د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره د ګرینلډ په تړاو خبرې وکړي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د دې غونډې خبره وکړه خو دا یې ونه ویل چې په دې غونډه کې به کوم مشران برخه اخلي. د ګرینلډ لوی ټاپو چې د امریکا خاورې ته څېرمه پروت دی، ډنمارک اداره کوي او اروپایي مشرانو له دې سره مخالفت کړی، چې دا ټاپو د امریکا برخه شي، خو د روانې اوونۍ په سر کې ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې د فبرورۍ له لومړۍ نیټې به د ډنمارک او اوو نورو اروپایي هېوادونو پر وارداتو ١٠ سلنه تعرفه لوړه کړي او که چېرې بیا هم دوی د ګرینلنډ په برخه کې د امریکا غوښتنې نه منلې نو د جون له لومړۍ نیټې به دا تعرفې ٢٥ سلنو ته لوړې شي. ټاکل شوې، نن ولسمشر ډونالډ ټرمپ د داووس نړیوالې غونډې ته وینا هم وکړي.



