د افغانستان د ځوانانو لوبډلې د نړیوال جام په درېیمه سیالۍ کې د تانزانیا لوبډله په ۹ وېکټو توپیر سره ماته کړه او خپله درېیمه پرلهپسې بریا یې ترلاسه کړه. په دغه لوبه کې تانزانیا لومړی توپوهنه وکړه، خو په ۵۰ اورونو کې یوازې ۸۵ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۸۶ منډو هدف وټاکه. د افغانستان نولس کلنې لوبډلې د منظمې توپوهنې په مرسته په ۱۲.۴ اوورونو کې ۸۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۹ وېکټو په توپیر سره وګټله. د افغانستان نولس کلنې کم عمره لوبډلې مخکې هم جنوبي افریقا او ویسټ انډیز ته ماتې ورکړې وې. په دغې بریا سره، افغانستان تر اوسه د نړیوال جام د «ډي» ګروپ په سر کې ځای نیولی دی.



