پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا په مشرۍ نړیوال نظم پای ته رسېدلی

د کاناډا لومړي وزیر «مارک کارني» د نړیوال نظم له پایته‌رسېدو خبرداری ورکړی او وايي، چې سیاسي او نړیوال نظم نور د بېرته راګرځېدو وړ نه دی. نوموړي په یوه نړیواله غونډه کې ویلي چې منځني ځواک لرونکي هېوادونه باید د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره ګډ دریځ خپل کړي او د نړۍ پخوانی سیاسي او نړیوال نظم نور د بېرته راګرځېدو وړ نه دی. د کاناډا لومړي وزیر همدا راز ویلي چې د کاناډا په ګډون منځني قدرت لرونکي هېوادونه له نوي واقعیت سره د خپل بهرني سیاست برابرولو ته اړ دي. د هغه په وینا؛ د دې تګلارې پر بنسټ به یاد هېوادونه د لویو قدرتونو د فشار او سیاسي جبر پر وړاندې خوندي پاتې شي. د کاناډا لومړي وزير «مارک کارني» دا هم ویلي، چې د اوسني نړیوال وضعیت غوښتنه دا ده چې دغه هېوادونه د متقابلو همکاریو له لارې خپل نفوذ پیاوړی او ملي ګټې خوندي کړي. د نړیوال نظم په اړه دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا پر حکومت نیوکې زیاتې شوې دي.

- Advertisment -spot_img