د کرملین ماڼۍ ویاند، دیمیتري پسکوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د غزې د سولې د هیئت د غړیتوب لپاره بلنه ترلاسه کړې ده. د امریکا د سياېناېن خبري شبکې د راپور له مخې ښاغلي پسکوف دا څرګندونې په یوې خبري غونډه کې کړې دي. د روسیې د ولسمشر ویاند ویلي، کرملین دا بلنه تر څېړنې لاندې نیولې او هیله لري، چې د امریکا له لوري د دې بلنې په اړه نور جزئیات ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړې، چې ولسمشر پوتین ته د ډیپلوماتیکو لارو له لارې هم د دې هیئت د غړیتوب بلنلیک لېږل شوی دی. په همدې حال کې، د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې د دغه هېواد ولسمشر، الکساندر لوکاشنکو، هم د غزې د سولې د هیئت د غړیتوب لپاره بلل شوی دی. دغه وزارت د امریکا له لوري ښاغلي لوکاشنکو ته د بلنلیک د لېږلو له امله مننه کړې ده. د غزې د سولې هیئت، چې تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري اعلان شوی، د غزې د بیا رغونې د څار مسئولیت به پر غاړه ولري. د ځینو راپورونو پر بنسټ، ټرمپ ویلي، هغه مشران چې غواړي د دې هیئت غړیتوب ترلاسه کړي، باید یو میلیارد ډالر ورکړي.



