پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

چین له طالبانو د خپلو وګړو د امنیت ساتنې جدي غوښتنه کړې

چین په افغانستان کې له طالبانو غوښتي، چې د مېشتو چینایي‌ وګړو د امنیت په ساتنه کې کوټلي ګامونه واخلي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له طالبانو سره یې په رسمي ډول غوښتنه کړې څو په افغانستان کې د مېشتو چینایي وګړو، پروژو او بنسټونو د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي. د چین بهرنیو چارو وزارت په پرونۍ چاودنه کې د یو چینایي وګړي د وژل کېدو د تاید ترڅنګ د ټپیانو له لپاره د مناسبې طبي درملنې تمه ښودلې ده. د راپور له مخې، په افغانستان کې د چینایي وګړو او سوداګریزو شرکتونو پر ضد بریدونه زیات شوي، ځکه چین خپل اقتصادي حضور پراخوي خو وسله‌والې ډلې د بهرني شتون مخالفت کوي. په ۲۰۲۲ کال کې هم په کابل کې پر هغه استوګن‌ځای برید شوی و، چې چینایي وګړي په کې اوسېدل. هغه مهال یې هم د برید مسئولیت داعش ډلې منلی و. په کابل کې پرونۍ ترسره شوې پېښه ښيي، چې لاهم په افغانستان کې د طالبانو له رسمي ډاډونو سربېره امنیتي ګواښونه او ننګونه پر خپل ځای پاتې دي. چین ویلي چې د ترهګرۍ پر ضد د سیمه‌ییزو هڅو ملاتړ کوي او د بهرنیو وګړو او ډیپلوماټیکو ګټو د خوندي کولو لپاره یې د لا پیاوړې همکارۍ غوښتنه وکړه. له دې برید وروسته، بیجینګ یو ځل بیا خپلو وګړو ته سپارښتنه وکړه چې د دوامدارو او نه اټکل کېدونکو امنیتي ګواښونو له امله دې نږدې راتلونکي کې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي. د کابل د ښار د شهرنو په سیمه کې د چینایا‌نو په مدیریت هوټل کې شوې چاودنه کې اووه کسان ووژل شول، چې شپږ یې افغانان وو او لږ تر لږه ۱۷ نور ټپیان په‌ کې ټپیان شول.

- Advertisment -spot_img