د سویلي امریکا چیلي هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ځنګلي اورونو له امله لږ تر لږه ۱۹ تنه مړه شوي، سلګونه کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ او سلګونه کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي. رويټرز د ځايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دا مهال هم له ۳۰ ډېرو بېلابېلو سيمو کې اورلګېدنه دوام لري. د چیلي د امنیت وزیر لوييس کوردېرو ويلي، د لوړې تودوخې او توندو بادونو له امله دا وېره شته، چې په بېلابېلو سيمو کې نوي اورونه هم ولګېږي. د یادونې وړ ده، چې چیلي د سویلي امریکا په لوېدیځ کې، د ارام سمندر پر غاړه موقعیت لري او وخت نا وخت د تېزو بادونو او لوړې تودخې له امله د اورلګېدنو کوربه وي.



