د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی، چې د دغه هېواد ولسمشر احمد شرع او د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کردانو د حقونو د خوندیتوب په اړه غږېدلي. د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبرې وروسته له هغې شوی، چې دمشق له کرد ځواکونو سره یوې هوکړې ته ورسېد چې اوربند هم په کې شامل دی. احمد شرع د کردانو په مشرۍ د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو له مشر مظلوم عبدي سره په کتنه کې هم د دې هوکړې په اړه خبرې کړي. دغه هوکړه د سوریې د حکومتي جوړښت په چوکاټ کې د کردانو د ادارې د مدغم کېدو موضوع رانغاړي، خو یوې کرد سرچینې چې د خبرو اترو له جزییاتو خبره ده، فرانس پرېس ته ویلي چې د مذاکراتو فضا مثبته نه وه. د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د احمد شرع او ډونالډ ټرمپ په ټلیفوني تماس کې «د سوریې د دولت په چوکاټ کې د کردانو د خلکو د حقونو د تضمین او ساتنې پر اړتیا» ټینګار شوی دی. دواړو لورو همدارنګه «د سوریې د خاورې د یووالي او خپلواکۍ د ساتلو پر اهمیت» ټینګار کړی او د داعش ډلې پر ضد د «همکارۍ» په اړه یې خبرې کړې دي. د اوربند له اعلان سره سره د رقه په ښار کې د لنډې مودې لپاره نښتې شوې او د سختو بمباریو غږونه اورېدل شوي دي. د کردانو او د سوریې د حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو امنیتي اندېښنې زیاتې کړې او هغه د دې سبب شوې چې ملکي وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شي.



