ساینسپوهانو د انترتیکا تر واورو او کنګلونو لاندې د پټ جغرافیایي جوړښت لومړنۍ بشپړه نقشه چمتو کړې، چې له مخې یې څرګنده شوې چې د کنګل تر پوښ لاندې زرګونه لوړې څوکې، پراخې درې او ژورې کندې موجودې دي. د لوېدیځو خبري اژانسونو د راپور له مخې، په انترتیکا کې د څو کیلومترو په اندازه د پنډ کنګل پوښ د اوږدې مودې لپاره د دې لویې وچې د ځمکني جوړښت د پېژندلو مخه نیولې، خو د نوې نقشې جوړونې پرمختللو تخنیکونو دا ستونزه حل کړې ده. په دې څېړنه کې د سپوږمکۍ (سټلایټ) معلومات، پرمختللي راداري سیستمونه او د کنګل زارونو (ګلیشېرونو) د ښویېدو فزیکي اصول کارول شوي، چې په پایله کې تر کنګلونو لاندې پټ جغرافیایي جوړښت په مفصل ډول څرګند شوی دی. د څېړنې له مخې؛ د انترتیکا تر کنګلونو لاندې ډېر شمېر لوړې څوکې موجودې دي. پراخې درې او ژورې کندې موندل شوې دي. په سیمه کې د ځمکې پېچلې لوړې ژورې او لویې غرنۍ لړۍ (سلسلې) شته. ساینسپوهانو ویلي، دا موندنه به نه یوازې د انترتیکا د جغرافیایي تاریخ په پوهېدو کې مرسته وکړي، بلکې د کنګلونو د وېلې کېدو او د سمندر د کچې د احتمالي لوړېدو په وړاندوینې کې به هم مهم رول ولوبوي. د کارپوهانو په نظر دا معلومات د راتلونکو کلونو د اقلیمي بدلون د اغېزو د تحلیل لپاره هم ډېر مهم دي، ځکه د انترتیکا کنګلونه د نړۍ د سمندر د کچې د لوړېدو په خطر کې مرکزي رول لري.



