داعش وسلهوالې ډلې په یوه خپره کړې اعلامیه کې په کابل ښار کې د شوي بمي برید مسئولیت منلی دی. د یاد برید له امله یو چینايي وګړی او شپږ افغانان وژل شوي او یو شمېر نور، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، ټپیان شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چاودنه د یوه رستورانت دننه شوې چې له امله یې ودانۍ ته هم مالي زیان اوښتی دی. تر اوسه د ټپیانو د روغتیايي وضعیت او د مالي زیانونو د دقیقې کچې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. په همدې حال کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دا برید غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. د پاکستان د ولسمشر دفتر په یوه خپره کړې اعلامیه کې د بهرنیو اتباعو او کارکوونکو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کړی او د دوحې تړون د بشپړ تطبیق غوښتنه یې کړې ده. بلخوا د طالبانو حکومت ويلي، چې د داعش ډلې پټنځایونه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې دي او له هماغه ځایه افغانستان او نورو هېوادونو ته وسلهوال ترهګر استول کېږي. دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د کابل له برید سره هممهاله د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ اړوند د ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د اغزن سیم د غځولو پر سر نښته رامنځته شوې ده. د ځايي سرچینو په وینا، په دې نښته کې افغان لوري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د دواړو لورو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو ډزې تبادله شوې دي. تر اوسه د دې نښتې په اړه د دواړو لورو له خوا رسمي څرګندونې نه دي شوې.



