چینایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په شمال بائوتو ښار کې د چاودنې له امله د ټپیانو شمېر ۸۴ تنو ته لوړ شوی. دغه چاودنه، چې د فولادي اوراقو د جوړولو په یوه کارخونه کې رامنځته شوې له امله یې دوه تنه مړه او اته نور تري تم شوي دي. چینایي چارواکو د چاودنې د لامل په اړه لا تراوسه څه نهدي ویلي.



