جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

پاکستان؛ کراچۍ ښار کې لګېدلي اور لسګونو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د پاکستان د کراچۍ ښار په ګل پلازه کې لګېدلی او تر ۳۳ ساعتونو دوام وروسته مهار شوی دی. ځایي امنیتي چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۴ تنه مړه او ۲۲ نور ژوبل او سوځېدلي دي. د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۸ نور مړي هم موندل شوي دي. اور د اېم اې جناح سړک پر سر په ګل پلازه کې د شپې پر لسو بجو پیل شو، چې له امله یې د ودانۍ څو برخې ونړېدې. چارواکو زیاته کړې، چې اور وژونکو تر ۳۳ ساعتونو وروسته اور مهار کړی او په سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي. د دوی په وینا د ژغورنې په وروستیو عملیاتو کې یې د یوه ماشوم په ګډون د درېیو کسانو مړي موندلي او ځایي روغتون ته یې انتقال کړي دي. په سیمه کې لا هم خلک د خپلو دوستانو د موندلو په لټه دي. بل لورته بیا په یوه بله پېښه کې چې څو ورځې وړاندې شوې ده، افغان سوداګرو ویلي، چې درې ورځې وړاندې هم د کراچۍ په سوداګریز بندر کې په سوداګریزو توکو بار د افغان سوداګرو ۹۸ کانټینره سوځېدلي دي. افغان سوداګرو د دغه اور زیان پنځه مېلیونه ډالره ښودلی دی.

- Advertisment -spot_img