جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د کابل زړه؛ شهرنو کې د ماين چاودنه شوې

نن د کابل په شهرنو سیمه کې یوې چاودنې ځینو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې چاودنه د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګلفروشي کوڅې په یوه هوټل کې شوې او تلفات یې اړولي دي. هغه لیکلي چې د چاودنې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي. له دې مخکې د طالبانو په حکومت کې یوې بلې معتبرې سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نوم د نه خپرېدو غوښتنه کړې تایید کړه چې ښايي پېښه د ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې وي. د سرچینې په وینا، چاودنه، چې د کابل په وخت شاوخوا ۳:۰۰ بجې شوې، یو شمیر خلک په کې مړه او ټپیان شوي دي. دغه طالب چارواکي نور جزئیات نه دي ورکړي او تر اوسه پورې، هیڅ چا یا ډلې د پېښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی. ګڼو کورنیو رسنیو کې د دې چاودنې اړوند ویډیوګانې او عکسونه هم خپاره شوي.

- Advertisment -spot_img