ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په یوه جنجالي لیک کې د ناروې لومړي وزیر، یوناس ګار استوره، ته ویلي، چې د نوبل د سولې جایزې د نه ترلاسه کولو وروسته «نور ځان په یوازې توګه د سولې فکر کولو ته محدود نه ګڼم». د راپور له مخې، ټرمپ په بې ساری ډول پر ناټو او اروپايي هیوادونو فشارونه زیات کړی، په ځانګړي توګه د ګرینلینډ د موضوع په اړه. ټرمپ په دې پیغام کې غوښتنه کړې، چې ګرینلینډ امریکا ته وسپارل شي او ادعا یې کړې، چې ډنمارک د روسیې او چین د ګواښونو پر وړاندې د دې سیمې د ساتنې وړتیا نه لري. هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې نړۍ «تر هغې خوندي نه ده تر څو امریکا په بشپړه او مطلقه توګه د ګرینلینډ کنټرول ونه لري». د امریکا ولسمشر په دې لیک کې زیاته کړې، چې له ناټو سره د هر چا په پرتله د بنسټ د جوړېدو له وخت راهیسې ډېره مرسته کړې او اوس ناټو باید د امریکا د ګټو په لوري کوټلی اقدام وکړي. ډیلي میل لیکي، چې دا دریځونه هم مهاله د برېتانیې لومړي وزیر، کییر استارمر له سخت غبرګون سره مخ شوي. استارمر په یوه خبري غونډه کې د ګرینلینډ د تعرفې جګړې په اړه د ټرمپ ګواښونه ناسم بللي او ټینګار یې کړی، چې داسې جګړه د هیچا په ګټه نه ده. د ډیلي میل په راپور کې د ناروې لومړي وزیر د دې لیک اصل تائید کړی او یادونه یې کړې، چې د نوبل د سولې د جایزې د ورکړې په اړه د ناروې حکومت هیڅ رول نه لري.



