جمعه, مارچ 6, 2026
جمعه, مارچ 6, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو له لوري د افغانانو شکنجو او ځورونو ته د شهرزاد اکبر تند غبرګون

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مخکېنۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، چې طالبانو خپلسرو نیونو، شکنجو او ځورونو ته زور ورکړی او په وینا یې دا د پټولو نه دي. مېرمن اکبر په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې طالبان دې ځواب ویونکي اوسي او «حساب ورکولو ته راکاږل کېدای شي.» نوموړې د «روادارۍ» سند ته اشاره کړې او ویلې یې دي،چې دا سند «له نړیوالو محکمو نیولې تر نورو غوراویو پورې عدالت ته لاسرسی په ساده ژبه تشریح کوي.» په دغه سند کې راغلي، چې د قضایي حساب ورکولو میکانیزمونه رسمي او حقوقي بهیرونه دي، چې کولی شي د جدي سرغړونو عاملان له حقوقي پلوه مسئول وګرځوي یا حکومتونه د نړیوالو بشري حقونو د سرغړونو په اړه له حقوقي اړخه ځواب ویونکي کړي. ياده دې شي، چې طالبانو څو ورځې مخکې په کندوز کې ځايي خبریاله ناظره رشیدي او په هرات کې د تکواندو روزونکې خدیجه احمدزاده نیولې دي.

- Advertisment -spot_img