د ایران د سپاه پاسداران پورې تړلو رسنیو په قطر کې مېشت امریکايي ځواکونه ګواښلي او ادعا یې کړې، چې په دوحه کې یې هغه هوټل پېژندلی چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشران او افسران ورته لېږدول شوي دي. د دغو رسنیو د راپور له مخې دا لېږدونه وروسته له هغې شوې، چې د العدید پوځي اډه تخلیه شوه. هغوی ویلي، د دوحې شېراتون هوټل او له هغه څخه د بدیل عملیاتي خونې په توګه کار اخیستل به امریکايي ځواکونه د ایران له پرېکنده او سخت ځواب څخه ونه ژغوري. د سپاه پاسداران پورې تړلې رسنۍ ټینګار کوي، که د ایران پر خاوره هر ډول برید وشي، نو د امریکا پوځي او ستراتیژیک هدفونه به د تهران د غبرګون له ګواښ سره مخ شي.



