د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، «وخت یې رسېدلی چې په ایران کې د نوي مشر په لټه کې و اوسو.» ښاغلي ټرمپ له پولیټیکو پاڼې سره مرکه کې د علي خامنه اي د ۳۷ کلن حکومت د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. ولسمشر ټرمپ یوه ورځ وروسته تر هغه دا تازه څرګندونې کړي چې د ایران له مشرانو یې د څه باندې اته سوه اعدامونو د لغوه کولو لپاره مننه کړې وه. ښاغلي ټرمپ ویلي خامنه اي د خلکو په ځپلو او تاوتریخوالي سره داسې جرم کړی، چې ساری یې نه دی لیدل شوی او له امله یې دا هېواد بشپړې نابودۍ/ له منځه تلو سره مخ کړی. په ایران کې د ګرانیو او د تومانو د بې سارې لوېدو په غبرګون لاريونونه له پراخ محدودیت سره مخ شول،چې په ترڅ کې یې د بشري حقونو د فعالانو په خبره زرګونه تنه مړه او ټپيان شول. د امریکا ولسمشر څو وارې ګواښ وکړ، چې که ایران د لاريونوالو وژنې ته دوام ورکړي د امریکا له سخت ګوزار سره به مخ شي.



