یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نړیوال خبرداری: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي د ۲۱مې پېړۍ له پیل راهیسې تر ټولو لوړه کچه درلوده. یاد پروګرام د يکشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې څلور میلیونه ماشومان اوس مهال له خوارځواکۍ سره مخ دي او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري. په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام رييس، جان آلیف، فرانس پرېس اژانس ته ویلي، چې که د دغو ماشومانو درملنه و نه شي، خپل ژوند به له لاسه ورکړي. نوموړي زیاته کړې، چې د خوړو نړیوال پروګرام هڅه کوي په راتلونکو شپږو میاشتو کې د شپږ میلیونو افغانانو د تغذیې لپاره ۳۹۰ میلیون ډالر برابر کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پر خوارځواکۍ د اخته ښځو او ماشومانو شمېر نږدې درې میلیونه اعلان کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ له يوه لوی بشري ناورين سره مخ وي.

- Advertisment -spot_img