د امریکا مرکزي قومندانۍ سنتکام اعلان کړی، چې د جنورۍ پر ۱۶مه یې د سوریې په شمال لوېدیځ کې یو هوايي برید ترسره کړی، چې په پایله کې یې القاعده پورې تړلی یو مهم قومندان وژل شوی دی. د سنتکام د بیان له مخې، وژل شوی کس بلال حسن الجاسم نومېده، چې یو تجربهکار ترهګر قومندان و او د هغو بریدونو په پلانولو کې یې ونډه درلوده، چې د امریکا او سیمهییزو ځواکونو پر ضد ترسره شوي وو. نوموړي له هغه داعش وسلهوال سره هم مستقیمه اړیکه لرله، چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر پر ۱۳مه یې د سوریې په پالمیرا ښار کې په یوه کمین کې دوه امریکايي سرتېري او یو امریکايي ژباړن وژلي وو. سنتکام ویلي، بلال حسن الجاسم د بریدونو په تنظیم او همغږۍ کې فعال رول درلود او د امریکا، سوریې او متحدو ځواکونو پر وړاندې یې مستقیم ګواښ رامنځته کړی و. د سنتکام قومندان، اډمیرال براډ کوپر، په دې اړه ویلي:« د هغه ترهګر له منځه وړل، چې د درېیو امریکایانو وژل کېدوسره تړاو لري، دا ښيي، چې زموږ ځواکونه به د ترهګرو تعقیب ته دوام ورکړي. د امریکا د وګړو او سرتېرو پر ضد د برید کوونکو لپاره هېڅ خوندي ځای نشته؛ موږ به تاسو پیدا کړو.» سنتکام زیاته کړې، چې د ډسمبر د ۱۳مې له برید وروسته، امریکايي ځواکونو په سوریه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل. دغه عملیات چې «هواکي ستریک» نومول شوي، په کې د امریکا او شریکو ځواکونو لهخوا د داعش له ۱۰۰ څخه زیات د وسلو او زېربناوو هدفونه د ۲۰۰ څخه ډېرو دقیقو مهماتو په وسیله په نښه شول. د بیان له مخې، په تېر کال کې امریکايي او شریکو ځواکونو يې په سوریه کې تر ۳۰۰ زیات داعش غړي نیولي او له ۲۰ ډېر نور یې وژلي، چې د امریکا او سیمې امنیت ته یې مستقیم ګواښ پېښاوه. سنتکام ټینګار کړی، چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر ضد به عملیات روان وي، څو د امریکا، متحدینو او سیمهییز ثبات ته پېښ ګواښونه له منځه یووړل شي.



