یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

حسن عیسی خیل په خپل نوم لومړنۍ سلیزه ثبت کړه

د نړۍ د کرېکټ د ولسمشر محمد نبي عیسي خیل زوی حسن عیسی خیل په بنګله دېش پریمیرلیګ کې نن سلیزه بشپړه کړه. حسن عیسی خیل دغه سلیزه په خپله درېیمه لوبه کې په خپل نامه ثبت کړه. حسن عیسی خیل په نړیوالو لیګونو کې لومړنۍ لوبه له خپل پلار محمد نبي عیسی خیل سره پيل کړه، چې په هغه کې یې هم ۹۲ منډې کړې وې. په دوهمه لوبه کې یې بیا کابو ۲۵منډې وکړې، خو لوبډله یې بریا ته ورسوله. په بنګله دېش لیګ کې یې په خپله درېیمه لوبه کې بیا کارنامه وکړه او د ۷۲ توپونو پرمټ يې سلیزه بشپړه کړه. د حسن دغه سلیزه پر خواله رسنیو په کور دننه او د باندې ډېره ستایل شوې. ګڼو په خپلو فېسبوک پاڼو لیکلي، چې د کرېکټ ولسمشر نبي عیسی خیل افغانستان ته یو بل اتل او کوچنی ولسمشر ډالۍ کړ. کرېکټ پوهانو ویلي، د حسن عیسی خیل د کرېکټ پيل روڼ او فوق العاده دی او د ده دا پيل راتلونکي ته د ملي لوبډلې ملا ور تړلی شي.

- Advertisment -spot_img