یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

براون د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه په سختو ټکو غندلي

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګوردون براون خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د «جنسیتي اپارتاید» مصداق دي. ښاغلي براون د نړیوالو شننو او مقالو شبکې ته په یوې مقالې کې لیکلي چې څه باندې دوه میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې او څه د پاسه ۲.۱۳ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې لومړنیو زده‌کړو ته برابر دي، له زده‌کړو بې برخې دي. د بریتانیا پخواني لومړي وزیر د طالبانو محدودیتونه له عمومي ژونده د ښځو د څنډې ته کولو کمپاین یوه برخه بللې ده. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره د ځینو هېوادونو د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو بیا ټينګېدل، بې له دې چې د ښځو د حقونو ډاډ وي، د رژیم مشروعیت زیاتوي او زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي نړیوال فشار کمزوری کوي. بروان ټينګار کړی، چې د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی نه یوازې اخلاقي اړتیا ده، بلکې د افغانستان اقتصادي او ټولنیزې راتلونکې لپاره حیاتي شرط دی. دا مقاله داسې مهال خپره شوې،چې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال بنسټونه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه «سیستماتیک تبعیض» او «له بشري حقونو ژوره سرغړونه» ګڼي.

- Advertisment -spot_img