د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبینو د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د محصلينو فراغتغونډې ته ننوتي او له فارغ شویو محصلينو یې غوښتي چې خپلې نکتایانې لرې کړي. د سرچینو په وینا، محصلين د شاوخوا دوه زره ګډونوالو په مخ کې اړ شول چې نکتایانې خلاصې کړي. یو شمېر حاضرو محصلینو رسنیو ته ویلي چې د محتسبینو دا چلند «سپکوونکی» او «د ټولنیزو اصولو خلاف» و. دا پېښه د جمعې په شپه، د جدی د میاشتې په ۲۶مه، د هرات ښار په یوه تالار کې رامنځته شوه؛ هلته چې نږدې ۵۰ تنه د هرات پوهنتون د طب پوهنځي فارغ شویو محصلینو د فراغت مراسم ترسره کول. په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د طالبانو وسلهوالو د امر بالمعروف مامورينو د پروګرام د چلوونکي وینا پرې کړه، مراسم یې ګډوډ کړل، یو شمېر محصلين یې له سټېج څخه ښکته کړل او هغوی یې د نکتایانو لرې کولو ته اړ کړل. دا صحنه د شاوخوا دوه زره ګډونوالو په حضور کې ترسره شوه. دا اقدام داسې مهال شوی، چې طالبانو په وروستیو ورځو کې په هرات کې محدودیتونه زیات کړي دي؛ له هغې ډلې د دې ډلې له خوښې پرته د ښځو د ننوتلو مخنیوی، پر ځوانانو د راټولېدو پر مهال ډزې چې د یوه کس د وژل کېدو لامل شوې او په ځینو تفریحي ځایونو کې د کورنیو د حضور منع کول. دا پېښې د هرات پر اوسېدونکو د طالبانو د فشار د زیاتېدو یوه برخه بلل کېږي، چې د پوښښ او ټولنیز حضور په برخه کې عملي کېږي.



