هرات کې ځايي سرچینو راپور ورکړی، چې په دغه ولايت کې د طالبانو د محتسبينو له لوري په ښځو او نجونو نوی محدودیت لګېدلی، چې ګویا له ټکسي چلوونکي سره له سفر کولو څخه ډډه وکړي. د سرچینو په وینا، ښځې او نجونې ساعتونه د ټکسي تمځایونو کې انتظار باسي، خو چلوونکي سره له دې چې ټکسي يې خالي وي، حاضر نه دي، چې دوی انتقال کړي. دغه وضعیت په دې وروستیو کې زور نيولی او ګڼ شمېر ښځې د ورځني تګ راتګ پر مهال له جدي ستونزو سره مخ دي. ځينو مېرمنو ويلي چې د اړينو کارونو لپاره اړ دي اوږده واټنونه په پښو مزل وکړي. په دغه ولايت کې د طالبانو له خوا د رېکشاوو له ګرځ بندیز وروسته وسایطو ته د ښځو او نجونو لاسرسی په ښکاره توګه کم شوی دی. سرچینې ويلي، مخکې طالبانو چلوونکو ته خبرداری ورکړی و، هغه ښځې چې د دوی له نظره حجاب نه لري، باید چلوونکي له يوه ځای څخه بل ته انتقال نه کړي. همدارنګه، محتسبينو (د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسئولینو) په وروستیو ورځو کې ښځې د «حجاب» د نه لرلو په خاطر له موټرو او ټکسيانو ښکته کړي او د دوی تګ راتګ یې خورا ستونزمن کړی دی.



