یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

صالح: امریکا ټول تړونونه مات کړل، خو د دوحې پر تړون سترګې پټوي

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي،چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې نږدې ټول دوه‌اړخیز، څو‌اړخیز او نړیوال تړونونه یا لغوه کړي، یا یې مات کړي او یا یې هم تعدیل کړي، خو د دوحې تړون ترې مستثنی پاتې شوی دی. ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن شنبې پر خپلې اېکس پاڼه خپرې کړې دي. هغه پوښتنه کړې چې ولې د امریکا سنا د هغو راپورونو په اړه چوپه ده، چې له مخې یې هره اوونۍ له ۴۰ څخه تر ۶۰ میلیونه امریکايي ډالرو نغدې مرستې طالبانو ته رسېږي. صالح په خپلو څرګندونو کې ویلي، آیا دا پوښتنه مطرح ده، چې د دوحې په تړون کې څه ځانګړنه شته، چې دا یې د امریکا لپاره تر نورو نړیوالو تړونونو، حتی د اروپا او یا د ډنمارک سره د ګرینلنډ په اړه د تړونونو، هم مهم او هم ځانګړی ګرځولی دی. د هغه پر وینا، د ټرمپ ادارې د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د تړونونو د لغوه کولو یا بیا کتنې خطر منلی، خو پر وینا یې، د طالبانو لپاره د پټو مرستو بهیر نه دی درول شوی. نوموړي دغه حالت د پوښتنې وړ بللی او د دې سیاست د دوام په اړه یې ژور شک څرګند کړی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د دوحې تړون لا هم د افغانستان د سیاسي تحولاتو په تړاو د نړیوالو بحثونو یوه مهمه موضوع بلل کېږي، خو تر اوسه د یادو ادعاوو په اړه طالبانو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

- Advertisment -spot_img