د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنېټ په کندوز کې د ناظرې رشیدی او په هرات کې د خدیجې احمدزاده د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. ښاغلي بېنټ د طالبانو له خوا په افغانستان کې د یوې ښځینه خبریالې او د تکواندو د روزونکې پر نيول کېدو اندېښنه ښکاره کړې او د هغوی د امنیت ساتنې غوښتنه یې کړې ده. د سرچینې د راپور په وینا؛ کندوز کې یوه ښځینه خبریاله ناظره رشيدي د طالبانو د استخباراتو د جنګياليو له خوا نیول شوې ده. طالبانو بیا وروسته د هغې نیول تائید کړل او ادعا یې وکړه چې ناظره رشیدي او څلور نورې ښځې یې د یوې جنايي قضیې په تړاو نیولي دي. خدیجه احمدزاده، چې د هرات ولایت په جبریل ولسوالۍ کې د تکواندو یوه ښځینه روزونکې ده، هم تېره اوونۍ د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبانو له خوا نیول شوې ده. دا پیښې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې پر ښځو، خبریالانو او فعالانو باندې د طالبانو فشار او محدودیتونه زیات شوي او نړیوالې ټولنې په ځلونو د دغو اقداماتو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.



