یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خامنه‌اي ټرمپ د ايران د اعتراضاتو د وينو مسئول وباله

د ايران د اسلامي جمهوريت رهبر خامنه اي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران د وروستيو پراخو اعتراضاتو پر مهال د ايراني ښاريانو د وژل کېدو مسئول وباله. خامنه‌اي دا اعتراضات مهم بللي او ټرمپ يې د «مرګ ژوبلې، زيانونو او د ايراني ملت پر ضد د تورونو» له امله مجرم ګڼلی دی. نوموړي زياته کړه: «هغه کسان چې ورانکاري يې وکړه، خلک يې ووژل او اورونه يې بل کړل، د ايران د ملت په نوم معرفي شول.» دا اعتراضات د جدي له اوومې نېټې د ايران په يو شمېر ښارونو کې پيل شول او له پراخو امنيتي غبرګونونو سره مخ شول. دغه اعتراضات په پيل کې د خراب اقتصادي وضعيت، د اسعارو د نرخ لوړېدو او د ملي پيسو د ارزښت د کمېدو پر ضد وو، خو وروسته سياسي غوښتنو ته وغځېدل. د «د ايران د بشري حقونو د فعالانو د ټولګې خبري ارګان هراناد راپور له مخې، د وژل شویو لاریونوالو شمېر ۳ زره او ۹۰ تنو ته رسېدلی دی. همدارنګه، د «سي‌بي‌اېس نيوز» شبکې د خپلو سرچينو په حواله د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۱۲ زره او په ځينو اټکلونو کې تر ۲۰ زره تنو پورې ښودلی دی. په مقابل کې، د سپاه پاسداران پورې تړلې خبري اژانس «تسنيم» شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه حکومتي او امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. خو د ايران د انټرنېټ د پراخ بندښت له امله، خپلواکو معلوماتو ته لاسرسی او د کره شمېرو معلومول لا هم ممکن نه دي. خامنه‌اي په دوام کې امريکا د لاریون په «پلان جوړونې» تورنه کړه او ادعا يې وکړه چې د واشنګټن موخه «د ايران بلع کول» دي. هغه همدارنګه ويلي چې ډونالډ ټرمپ لاریونوال هڅولي او د پوځي ملاتړ خبرې يې کړې دي. د اسلامي جمهوريت رهبر ټينګار کړی، چې د ده په وينا، تهران کره اسناد لري چې ښيي اسرائيلو د امريکا د مرستې لپاره ستر رول لوبولی دی.

- Advertisment -spot_img