د ویسټانډیز پخواني کرېکټ لوبغاړي او نامتو مبصر اېن بېشپ د سوېلي افریقا پر وړاندې د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې له بریا وروسته له دوی سره کتلي او افغان لوبغاړي یې د تېرې غوره لوبې له امله ستایلي دي. افغان کرېکټ بورډ ویلي، چې د ویسټانډیز پخواني لوبغاړي او د کرېکټ مشهور مصبر اېن بېشپ د افغان لوبغاړو سره د لېدنې پرمهال د کرېکټ برخه کې خپلې تجربي شریکې کړي او ویلي یې دي، چې ټوله نړۍ د افغان ځوانانو لوبې له نږدې څاري. نوموړي د افغان ۱۹ کلنو لوبغاړو د پرون ورځ غوره لوبې ته په اشارې ویلي، چې په خپلو غوره لوبو سره د نړۍوال جام په راتلونکو سیالیو کې لا غوره پایلې ترلاسه کولی شي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلې د ۱۹ کلنو په نړۍوال جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۲۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه. افغان لوبډله به خپله دوهمه لوبه سبا یکشنبه د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړي.



