یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان نولس کلنې لوبډلې نړیوال جام په بریا پيل کړ

د افغانستان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د نړیوال جام سیالۍ په بریا پيل کړې او سویلي افریقا ته یې ماته ورکړه. په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې سویلي افریقا ته د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ. افغانستان لپاره فیصل خان شینوزاده ۸۱، خالد احمدزي ۷۴ او په وروستیو کې عزیرخان ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. سویلي افریقا ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او یوازې یې ۲۳۸ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۸ منډو په توپیر افغانستان ته بایلوده. خاطر ستانکزي او عبدالعزیز خان دوه-دوه او دغه راز نصرت الله نورستاني او حفیظ ځدراڼ یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه. عزیرالله نیازی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. افغان لوبډله به راتلونکې یک شنبه خپله دوهمه لوبه کې د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img