په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي خبرداری ورکړی، چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ خپلې ژمنې عملي کوي او ښکاره یې ویلي، چې په ایران کې د وینو بهیدو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه په میز ورته پراته دي. مایک والټز پرون پنجشنبې ناوخته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې اعلان کړی، چې هېواد یې د ایران د زړورو خلکو ترڅنګ درېدلی دی. هغه ټینګار کړی، چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو پر ضد د تاوتریخوالي او ځپلو کچه کولی شي د نړۍ د سولې او امنیت لپاره جدي پایلې ولري. ښاغلي والټز د ایران هغه ادعاوې رد کړې، چې وايي دا اعتراضونه د بهرنۍ توطیې برخه ده. نوموړي بیا هم ویلي، چې د ایران رژیم اوس تر بل هر وخت کمزوری دی او همدا علت دی، چې دا ډول درواغ وایي. ښاغلي والټز همداراز ویلي، د ایران حکومت ادعا کوي، چې له امریکا سره خبرو اترو ته چمتو دی، خو کړنې یې بل څه ښيي. د امنیت شورا د دې غونډې په پیل کې، چې د امریکا په غوښتنه جوړه شوې وه یو شمیر ایراني فعالانو هم خبرې وکړې.



