له نن څخه ۳۵ کاله وړاندې د ۱۹۹۱ د جنورۍ په ۱۶ مه د خلیج جګړه پیل شوه چې د عراق له لوري د کویټ اشغال پای ته ورسوي. د عراق د صدام حسین رژیم د ۱۹۹۱ د اګست په دوهمه پر کویټ یرغل وکړ، دا کوچنی عربي هیواد یې په څو ساعتونو کې ونیوه. صدام حسین د کویټ له نیولو وروسته هغه د خپل هیواد یو ولایت اعلان کړ. په کویټ کې د صدام حسین د رژیم د ځواکونو پر ضد د مقاومت په لړ کې ۴۲۰۰ کویټي ځواکونه ووژل شول. د کویټ امیر شیخ جابر الاحمد الصباح او کورنۍ یې سعودي عربستان ته پناه یووړه. عراقي پوځیانو د کویټ له نیولو سره سم د دغه هیواد له بانکونو تر یو نیم ميلیارد ډالره زیاتې پیسې، سره زر او هنري اثار لوټ کړل. د بشري حقونو د ټولنو پر وینا عراقي پوځیانو سلګونه کویټیان بې محاکمې ووژل او سلګونه نور یې عراق ته انتقال کړل. خو د همدغه کال په همدې ورځ (جنوري ۱۶) د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ ايتلاف له لوري د صدام حسین د رژیم پر ځواکونو بمباري پیل شوه او د فبرورۍ تر ۲۸ پورې یې دوام وکړ. په نتیجه کې یې نامعلوم شمېر عراقي پوځیان ووژل شول. ځینې د عراقي پوځیانو مرګ ژوبلې لسګونه زره ښيي. د عراق د حکومت سلګونه الوتکې او زرګونه ټانکونه، زغروال ګاډي او وسایط ویجاړ شول. صدام حسین، چې کویټ یې له لاسه ورکړی و، د بغداد د بایللو د وېرې په خاطر د خپلواک هیواد په توګه د کویټ په رسمیت پېژندلو او اوربند ته غاړه کېښوده.



