یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان مېرمنو او ماشومانو د خوارځواکۍ په زياتېدو د ملګرو ملتونو اندېښنې

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده. دغه سازمان تازه خبرداری ورکړی، چې په راتلونکي یو کال کې به د افغانستان په کچه د خوارځواکۍ شمېر پنځه میلیونو تنو ته ورسېږي. یاد سازمان زیاته کړې، چې په یاده شمېره کې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي. د خوړو سازمان د افغانستان د برخې مسئول جان ایلیف ویلي، چې نږدې څلور میلیونه ماشومان بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري. هغه زیاته کړې، چې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله ګڼ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې د ماشومانو درملنه یې ننګولې ده. د نوموړي پر وینا د مرستو کمښت ډېری اغېز پر امیدوارو او شيدې ورکوونکو ښځو کړی، چې دغې ستونزې د خوارځواکۍ کچه په بې‌ساري توګه لوړه کړې ده. د خوړو نړیوال سازمان د راپور له مخې، په هغو سیمو کې چې مرستې بندې شوې، کورنۍ اړ کېږي خپلې لوڼې له وخته مخکې واده کړې او ماشومان له ښوونځیو وباسي څو د خپلې کورنۍ لپاره کار وکړي او نفقه برابره کړي. دغه سازمان په افغانستان کې د بشري مرستو کمښت لوی ګواښ بللی او ویلي دي، چې د بېوزلۍ او لوږې له امله د ناهیلۍ پېښې زیاتې شوې دي. د یاد سازمان پر وینا که نړیواله ټولنه خپلې مرستې بېرته زیاتې نه کړي په افغانستان کې به روان بشري کړکېچ لا پراخ او مرګونی شي. یادې اندېښنې په داسې حال کې زیاتېږي، چې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه هم ورځ نه بلې ته په لوړېدو ده او ډېری برخه هغه ځوانان بې روزګاره دي، چې لوړې زده کړې لري.

- Advertisment -spot_img