کرېکټ د نولس کلنو کم عمره لوبډلو د پنځوس اوورونو په نړیوال جام کې نن د افغانستان لوبډله خپله لومړۍ لوبه له جنوبي افریقا سره کوي. دا جام پرون د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پیل شو. تېره ورځ ویسټ اینډیز تانزانیا ته د پنځو ویکټو په توپير ماتې ورکړه. بله لوبه د زیمبابوې او سکاټلنډ تر منځ د باران له امله مساوي شوه او په دریمه لوبه کې هند په شپږو ویکټو امریکا ته ماتې ورکړه. نن به په دې نړیوال جام کې پاکستان او انګلستان، همدا راز استرالیا او ایرلنډ هم مخامخ شي. د نولس کلنو د لږ عمره کرېکټ د دې نړیوال جام پایلوبه به د فبرورۍ په شپږمه ترسره شي.



