په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د نړیوالو شخړو د پېچلتیا له پراخېدو سره هممهاله د سولې او ثبات لپاره فعال سیاسي ګډون له بل هر وخت ډېر اړین دی. یوناما په خپل کلني راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۵ کال د پراخو جګړو او تاوتریخوالي له امله یو له تر ټولو ستونزمن کال و. د راپور له مخې، په غزه کې د اسرائیلو «ویجاړونکې جګړه»، په سوډان کې «پراخې وژنې» او د اوکراین جګړه یوازې درې هغه لویې بېلګې دي، چې نړیواله ټولنه ورسره مخ وه. په راپور کې ټینګار شوی، چې سیاسي تشې او د ملګرو ملتونو مالي کړکېچ، د دغه سازمان وړتیا محدوده کړې ده. یوناما ټینګار کړی، چې د شخړو د مخنیوي، د حل لارو موندلو او تلپاتې سولې د ټينګېدو په برخه کې د دغه بنسټ ژمنتیا دوام لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې سیاسي او مالي ملاتړ پیاوړی کړي.



