د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه تازه پرېکړه کې پر افغان لوبغاړو په لېګونو کې د لوبېدو محدودیتونه وضع کړي. کرېکټ بورډ ویلي، چې تر دې وروسته به هر لوبغاړي ته د افغانستان شل اووریز غوره لیګ ترڅنګ په درېیو نورو لیګونو کې د ګډون اجازه ورکړل شي، ترڅو د دوی فزيکي او ذهني تکړښت، فټنس او وړتیا ته زیان ونه رسېږي. کرېکټ بورډ ویلي چې تر دې وروسته به د اړتیا پر مهال ټول نړیوال روزونکي افغانستان ته راځي چې له ټولو سره دغه خبره په قراردادونو کې هم مطرح شوې ده. د کرېکټ بورډ په دغه کلنۍ غونډه کې دغه راز د وړم ۲۰۲۴ز کال او د تېر ۲۰۲۵ز کال د نړیوالو سیالیو پرتلنه هم وړاندې شوه چې د خبرپاڼې پر بنسټ د وړم کال په پرتله تېر کال د لاسته راوړنو کچه پنځه سلنه زیاته وه. سرچینه زیاتوي چې په ۲۴ز کال کې دغه سلنه ۵۳ وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ز کال کې ۵۸ ته لوړه شوې ده او په ۲۰۲۵ز کال کې ټولټال ۵۹ نړیوالې سیالۍ ترسره شوې، چې په دغو سیالیو کې د ملي، الف او نوولس کلنو لوبډلو نړیوالې سیالۍ هم شاملې وې.



