چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات؛ طالبانو په عام محضر کې ٧ تنه په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په هرات کې د یوې ښځې په ګډون اووه کسان « د نامشروع جنسي  اړیکو» «لواطت» او غلا په تور په دُرو وهلي دي. یادې محکمې نن پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان په ادرسکن، پښتون‌زرغون او شینډنډ ولسوالیو کې مجازات شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، هر یو له دغو کسانو پر یو کال بند او څه باندې۳۰ دُرو محکوم شوي دي. طالبانو پرون هم، په غزني کې څلور کسان په دُرو وهلي وو. دغې ډلې په تېرو لسو میاشتو کې په خپلو صحرایي محکمو کې له ۸۰۰ څخه ډېر کسان شکنجه کړي دي.

- Advertisment -spot_img