تاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کرملین په ماڼۍ کې د طالبانو لهخوا معرفي شوي سفیر باورلیک تر لاسه کړ. د راپور له مخې، دا کار د یوې رسمي مراسمو په ترڅ کې ترسره شوی، چې لسګونو بهرنيو ډیپلوماټانو په کې ګډون درلود. دغه مراسم د کرملین په الکساندروفسکي تالار کې ترسره شول. په دې مراسمو کې پوتین د ۳۴ نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل، چې په هغوی کې په مسکو کې د طالبانو سفیر، ګلحسن هم شامل و. د روسیې خبري آژانس زیاتوي، چې په دغو مراسمو کې د اروپايي، اسیايي، افریقايي، لاتیني امریکا او منځني ختیځ د هېوادونو سفیرانو هم خپل باورلیکونه د روسیې ولسمشر ته وسپارل. دا د ۲۰۲۶ میلادي کال لومړني رسمي مراسم بلل شوي، چې په کې د سفیرانو باورلیکونه ومنل شول. د باورلیک سپارل عموماً په کوربه هېواد کې د سفیر د رسمي ماموریت د پیل په توګه ګڼل کېږي. روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی، چې طالبان یې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت پېژندلی دی.



