په داسې حال کې، چې په دې وروستيو کې د امریکا ګواښونه زیات شوي او ډونالډ ټرمپ پر ایران د پوځي اقدام احتمالي اشاره کړې، ترکیې ټینګار کړی، چې دا کړکېچ باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو نوښتونو له لارې حل شي. د رویټرز د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په استانبول کې په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې هېواد یې «د ایران پر ضد د تاوتریخوالي د کارولو احتمال ته به سترګې پټې نه کړي». نوموړي زیاته کړې، چې انقره به خپلې ډیپلوماټیکې هڅې روانې وساتي او د بېثباتۍ مخنیوی به خپله اساسي لومړیتوب وبولي. فیدان هیله څرګنده کړې، چې امریکا او ایران به وکولای شي دا موضوع، که د منځګړو او اغېزمنو لوریو له لارې وي او که د مستقیمو خبرو پر مټ، حل وفصل کړي. د هغه په وینا، ترکیه دا بدلونونه له نږدې څاري. په ورته وخت کې، یوه امریکایي چارواکي او څو باخبره سرچینو ویلي چې ډونالډ ټرمپ خپل د ملي امنیت ټیم ته ټینګار کړی، چې د ایران پر ضد هر ډول احتمالي پوځي اقدام باید «چټک او پرېکنده» وي او داسې نه وي، چې یوې اوږدمهالې جګړې ته لاره هواره کړي او څو اوونۍ یا میاشتې دوام وکړي.



