د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ادعا کړې، چې ایراني چارواکي نورو هېوادونو ته د لسګونو میلیونو ډالرو د ایستلو په حال کې دي. ښاغلي بیسنټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې له ایرانه په پراخه توګه د پیسو ایستلو شاهد دی. نوموړي زیاته کړې: «ایراني چارواکي میلیونونه او لسګونه میلیونه ډالر پانګه داسې وباسي لکه موږک چې له ډوبېدونکې کښتۍ په تېښته وي.» د سکاټ بیسنت په خبره، د ټرمپ حکومت د ایران د تېلو صادرات څاري او هڅه کوي، چې د حکومت اصلي مالي سرچینې بندې کړي، چې په پایله کې په دغه هېواد کې پراخ مالي کړکېچ رامنځته شوی دی. نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د احتمالي نظامي برید خبره کوي. ټرمپ له ایراني لاریونوالو غوښتي، چې دولتي بنسټونه ونیسي، ځکه په خبره یې هغه به یې مرستې ته ور ودانګي.



