چین د انرژۍ د تولید لپاره یو نوی او پرمختللی مېتود ایجاد کړی، چې د چاپیریال د ککړتیا له مخنیوي سره هم مرسته کوي. د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د ګانسو ولایت په یوه ښار کې د لمر د وړانګو او مالګې په مرسته د برېښنا د تولید بریالی ازمیښت ترسره شوی دی. په دې عصري سیستم کې ۱۲ زره هندارې د لمر وړانګې یوه مرکزي برج ته متمرکزې شوې، چې مالګه د سانتي ګراد تر ۵۶۵ درجو پورې تودوي. دا لوړه تودوخه د بخار توربینونو د چلولو لپاره کارول کېږي، چې له هغې څخه برېښنا تولیدېږي. د چین دا سیستم شاوخوا ۸۰ زره کورونو ته د برېښنا د برابرولو وړتیا لري. دا پروژه نه یوازې چاپېریال ته زیان نه رسوي، بلکې د انرژۍ د تولید لپاره نسبتاً اسانه او ارزانه طریقه ده. دا پروژه د لمریزې انرژۍ له تر ټولو پرمختللو پروژو څخه شمېرل کېږي.



