د ټایلنډ په شمال ختیځ کې لږ تر لږه ۲۲ کسان هغه مهال وژل شوي، چې یو ساختماني جرثقیل د مسافر وړونکي اورګاډي پر سر ولوېد. په دې پېښه کې شاوخوا ۷۰ نور کسان ټپیان شوي. د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د ناخون راچاسیما ولایت په سیکیو ولسوالۍ کې، چې د بنکاک څخه شاوخوا ۲۳۰ کیلومتره شمال ختیځ ته پرته ده، رامنځته شوې ده. د ځايي رسنیو د وینا له مخې، هغه جرثقیل چې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لپاره کارول کېده، پر اورګاډي د تېرېدو پر مهال را لوېدلی، چې له امله یې څو واګونونه له پټلۍ څخه وتلي دي. د تایلنډ د دولتي اورګاډي شرکت ویلي چې د پېښې پر مهال ۱۹۵ کسان په اورګاډي کې سپاره وو، او چارواکو د دې پېښې د علت په اړه څېړنې پیل کړې دي.



