یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ازبيکستان د ټرانس-افغان رېللارې د پروژې په لور مهم ګامونه اخیستي

ټرېنډ خبري اژانس د ازبيکستان د ترانسپورټ وزارت په حواله راپور ورکړی، چې ازبيکستان د ټرانس–افغان رېللارې پروژې اړوند مهمې ستونزې هوارې کړې دي او دا مهال د پروژې د امکان‌سنجۍ د چمتو کولو چارې روانې دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د چین،قرغیزستان او ازبکستان د رېللارې پروژې ساختماني چارې هم دوام لري. دا پروژه د ازبیکستان د ترانزیټي ظرفیت د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو مهمه برخه بلل کېږي. د نړیوال ترانسپورټ په برخه کې، ازبيکستان له قرغیزستان او اذربایجان سره په ګډه د برېښنايي جواز سیستم معرفي کړی دی. د دې نوښت موخه د پولو هاخوا ترانسپورټ اسانه کول او د لوجستیکي بهیر د موثریت لوړول دي. سربېره پر دې، د هېواد په کچه ۲۴ ترانسپورټي او لوجستیکي مرکزونه د نړیوالو وچو بندرونو په توګه ټاکل شوي، چې دا کار د سیمې په کچه د ترانسپورټ او لوجستیک د مهم مرکز په توګه د ازبيکستان دریځ لا پیاوړی کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال د جولای په لومړیو کې، په کابل کې د افغانستان، ازبيکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ درې‌اړخیزه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې بین‌الحکومتي تړون لاسلیک شو، چې د ازبيکستان،افغانستان او پاکستان د ټرانس–افغان رېللارې پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعې لپاره یې بنسټ کېښود. د درې‌اړخیز تړون له مخې، وړاندیز شوې ۵۷۳ کیلومتره رېللار به د ازبيکستان له ترمذ ښاره پیل شي، د افغانستان د مزارشریف او لوګر له لارې به تېرېږي او د خیبرپښتونخوا تر خرلاڅۍ سیمې پورې به وغځېږي. تمه ده چې د دې دهلېز له بشپړېدو وروسته به هر کال تر ۲۰ میلیون ټنه پورې بار په رېلګاډي کې ولېږدول شي، چې له امله به یې د ترانسپورټ لګښتونه او د لېږد وخت په څرګند ډول راکم شي.

- Advertisment -spot_img