د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ایران د روانو کړکېچونو او ناکراریو له امله له افغانستان سره د سوداګرۍ د موقت ځنډ خبرونه ناسم دي. د یاد وزارت پر وینا، په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکی لیک او خبرونه، چې ادعا کوي هند د ایران د بې ثباتۍ له امله له افغانستان سره سوداګرۍ ځنډولې جعلي او هېڅ حقيقت نه لري. خبرپاڼې زیاته کړې، چې دا د پاکستاني جعلي ټولنیزو اکونټونو پروپاګند دی. تازه داسې خبرونه خپاره شول، چې په ایران کې د روانې زیاتېدونکې بې ثباتۍ او ناکرارۍ له امله هند له افغانستان سره سوداګري ځنډولې یا هم تړلې ده.



