د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات ویلي هڅه کوي څو د هېواد پخوانی چټک توپ اچوونکی، شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره هند ته ولېږي. سادات ويلي، ځدراڼ ته د هند ویزې اخیستلو هڅه کې دي او په راتلونکو ورځو کې به یې ترتیبات وشي. د نولس کلنې افغان لوبډلې روزونکي، رییس احمدزي مخکې ویلي وو، چې د شاپور ځدراڼ د وینې سپین کرویات کمېږي. ګڼ شمېر افغانانو د شاپور ځدراڼ په ناروغۍ خواشيني ښودلې او د هغه د روغتیا لپاره یې دعاوې کړې دي. د کرېکټ شنونکو پر کرکټ بورډ غږ کړی، چې ژر تر ژره دې د هغه درملنې لپاره لاس په کار شي.



