چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د هرات او ننګرهار له زیانمنو کورنیو سره د ايټاليا مرسته

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر خبر ورکړی، چې د ایټالیا دولت په افغانستان کې د زیانمنونکو ښځو او ځوانانو د ملاتړ لپاره یو میلیون یورو مرسته کړې ده. یاد دفترپه یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا مرسته به د هرات او ننګرهار ولایتونو د شپږ زره او ۷۹۷ مېرمنو او ځوانانو ملاتړ وکړي. په اعلامیه کې راغلي: « د ایټالیا حکومت د دې پروژې د تمویل دویم پړاو تصویب کړی، چې د قانوني عاید د فرصتونو د زیاتوالي له لارې د افغان مېرمنو او ځوانانو هوساینې ته وده ورکړي، څو په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د پروژې په لومړي پړاو کې ترلاسه شوي پایلې تایید کړي.» یاد دفتر ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال د دې پروژې له پیل راهیسې د هرات او ننګرهار پنځو ولسوالیو کې په ۹۳ کلیو کې یې پنځه زره او ۵۱۴ زیانمنو کورنیو ته چې د کوکنارو د کښت له امله زیانمنې دي، د مشروع او دوامداره عاید فرصتونه برابر کړي دي.

- Advertisment -spot_img