د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیايي سکټور برخه کې د جاپان د ۲۴۰ زره امریکایي ډالر بشري مرستې هر کلی کړی دی. د دغه سازمان د راپور له مخې، دا مرسته د جاپان د حکومت او ولس د دوامداره ژمنتیا هغه برخه ده، چې موخه یې په افغانستان کې د اساسي روغتیايي خدمتونو ساتنه او پیاوړتیا ده. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ځانګړې شوې بودیجه به د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو او د اساسي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره ولګول شي. سرچینه کاږي، چې دغه مرسته به تر ټولو زیانمنو افغانانو ته ځانګړې شي، چې په کې مېرمنې، ماشومان او بېځایه شوې کورنۍ شاملې دي. یاد سازمان زیاته کړې، چې د دې مرستې یوه مهمه برخه به د نشهيي توکو د درملنې مرکزونو د دوام لپاره وکارول شي او همدارنګه به د بیړنیو طبي توکو د رسېدنې برخه کې ولګول شي. په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ویلي، د جاپان ملاتړ په دې حساس وخت کې د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري او دا سازمان ته دا وړتیا ورکوي، چې په چټک ډول اړمنو افغانانو ته روغتیايي خدماتونه ورسوي. بلخوا، په افغانستان کې د جاپان سفیر ویلي، هېواد یې ژمن دی، چې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا له لارې د افغان ولس روغتیا او راتلونکې هوساینه پیاوړې کړي.



