په بلخ کې د ترکیې سفارت کونسل مراد دیکمن ویلي، چې ترکیه به ډېر ژر په جوزجان کې د ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د سمنټو د تولید د یوې سترې فابریکې د جوړولو کار پيل کړي. د نوموړي پر وینا، دغه فابریکه به سلګونه تنو ته د کار زمینې برابرولو سربېره به د افغانستان د سمنټو اړتیاوې ورسره پوره شي. د طالبانو تر ولکې لاندې د جوزجان ولایت رسنیز دفتر د اعلامیې له مخې، د ترکیې سفیر د سمنټو د فابریکې جوړولو ژمنه په بلخ کړې ده. ترکیې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې او پراخې همکارۍ کړې دي. د معلوماتو له مخې، د ترکیې پانګونې تر ډېره په بنسټیزو پروژو، صنعتي سکټور، روغتیا، ښوونې، روزنې او بشري مرستو په برخه کې شوې دي. همداراز د ترکیې د همکاریو او همغږۍ ادارې(تیکا) له لارې په افغانستان کې ګڼې پراختیایي پروژې پلې کړې، چې په کې د کرنې، اوبو مدیریت، ښوونیزو مرکزونو او مسلکي روزنې پروګرامونه شامل دي. اقتصادي شنونکي د جوزجان د سمنټو فابریکې پروژه د ترکیې د روانو پانګونو یوه مهمه برخه بولي، چې کولی شي د افغانستان اقتصادي ودې او پراختیا لپاره مهم تمام شي. ترکیې شاوخوا درې میاشتې وړاندې په افغانستان کې د بادي برېښنا برخه کې هم د پانګونې ژمنه کړې او هغه مهال یې ویلي وو، چې غواړي له دې لارې په افغانستان کې د بادي برېښنا اړتیا پوره کړي.



