کندوز کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د ناظرې رشیدي په اړه د وروستیو خپرو شویو راپورونو په تړاو وضاحت ورکړی. سرچينې ویلي، په دې وروستیو کې د ناظرې رشیدي په نوم یوه ښځه، چې پخوا یې په یوه سیمه ییزه راډیو کې د خبریالې په توګه دنده ترسره کړې وه، د څلورو نورو ښځو سره یوځای د جنایي پیښې په تور د امنیتي پولیسو لخوا نیول شوې. د کندوز د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، د نوموړې نیول هېڅ ډول له رسنیز فعالیت سره تړاو نه لري، ځکه هغه دا مهال له هېڅ رسنۍ سره کاري اړیکه نلري. د وضاحت پیغام کې په دې اړه د ځینو رسنیو لخوا خپاره شوي راپورونه چې دا موضوع له رسنیو سره تړي، ناسم تبلیغ بلل شوي دي.



