د پخواني پاچا محمد رضا شاه پهلوي زوی، رضا پهلوي د ټولنیزې شبکې اېکس له لارې یو مفصل پیغام خپور کړی او ادعا یې کړې، چې د وروستیو دوو اوونیو، په ځانګړي ډول د تېرو څلورو ورځو میلیوني لاریونونو د اسلامي جمهوري بنسټونه لړزولي دي. نوموړي د «ملي پاڅون نوې مرحله» اعلان کړه او ویې ویل چې دا اقدام د خلکو له «مشروعیت او ولسي ملاتړ» سره ترسره کوي. د رضا پهلوي پر وینا، په ایران کې د خلکو پراخو لاریونونود اسلامي جمهوري رژیم مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی او اوس د نظام پر ضد د مبارزې نوې مرحله پیلېږي. هغه ویلي چې د خلکو میلیوني ځوابونو ورته سیاسي او اخلاقي مشروعیت ورکړی دی. نوموړي په خپل پیغام کې د ایران د دننه وضعیت په اړه ویلي چې د ښارونو د مرکزي سړکونو نیول او ساتل باید دوام ومومي. هغه زیاته کړې چې هغه بنسټونه او ادارې چې د رژیم د «دروغجنو تبلیغاتو» او د اړیکو د پرې کولو مسئولیت لري، «مشروع هدفونه» ګڼل کېږي، نوموړي د دولتي کارکوونکو، وسلهوالو ځواکونو او انتظامي ځواکونو څخه وغوښتل چې د خلکو ترڅنګ ودرېږي او «ملت سره یو ځای شي»، او خبرداری یې ورکړی، چې د رژیم له ملاتړه به «د ملت د تلپاتې ننگ او نفرین» سره مخ شي. رضا پهلوي ویلي چې د ایران څخه بهر د ایران ټول سفارتونه او قونسلګرۍ د ملت ملکیت دی او د دې وخت رارسېدلی چې د اسلامي جمهوري بیرغ پر ځای «د ایران ملي بیرغ» پورته شي. هغه ادعا کړې چې له اسلامي جمهوري څخه د ایران بیا نیولو په درشل کې دی او زیاته یې کړه چې علي خامنهیي او د هغه رژیم د خلکو له لوري «څو درنې ضربې» خوړلې دي. د ده په وینا، رژیم له جدي کمبود سره مخ دی او پر خلکو د ډزو زیاتوالی د ځواک نښه نه، بلکې د «کمبود، وېري او د چټک سقوط د اندېښنې» څرګندونه ده. رضا پهلوي ټینګار کړی چې دوی به رژیم ته د «بیا ساه اخیستو» فرصت ورنه کړي او اجازه به ورنه کړي چې د ځوانانو وینه نوره هم توی شي، خو پر وینا یې شاتګ نه کوي او د ازادۍ لاره به تعقیبوي. نوموړي ویلي:« موږ یواځې نه یو او نړیوالې مرستې به هم ډېر ژر ورسېږي.» رضا پهلوي له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ده راتلونکو پیغامونو ته منتظر پاتې شي او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به په ټول ایران کې د ازادۍ او بریا جشنونه ونمانځل شي.



