ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته بېرته ستنېدا د بریالۍ بیا مېشتېدو تضمین نه کوي، ځکه نوې شمېرې ښيي چې یوازې ۱۱ سلنه ستانه شوي افغانان توانېدلي،چې کار پیدا کړي. د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په خپل راپور کې ویلي چې ډېر ستانه شوي کسان لا هم د بیا مېشتېدنې او د عاید د پیدا کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي. د ارزونې له مخې، له هر څلورو ستنو شویو کسانو یو تن نه دی توانېدلی چې په خپل ټاکلي استوګنځي کې مېشت شي او له نیمایي څخه زیات کسان ضروري اسناد نه لري، چې دا چاره د لومړنیو خدمتونو او د کار موندنې فرصتونو ته د دوی لاسرسی سخت محدودوي. راپور کاږي چې ۲۵ سلنه ستانه شوي کسان نه دي توانېدلي چې خپلو اصلي ولسوالیو یا سیمو ته بېرته ستانه شي. اقتصادي فشارونه لا هم ډېر شدید دي، ځکه د ستنو شویو کورنیو ۵۶ سلنه مشران وایي چې د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی. د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې د ستنو شویو کورنیو ۳۵ سلنه مشران او ۳۶ سلنه هغه کسان چې په یوازې توګه بېرته ستانه شوي، نه دي توانېدلي کار پیدا کړي، چې دا د اوږدمهاله ثبات او دوامدار معیشت په اړه اندېښنې زیاتوي. دا موندنې په داسې حال کې خپرېږي چې طالبانو راپور ورکړی، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱.۸ میلیونه افغان کډوال هېواد ته بېرته راستانه شوي دي. خو نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې که کار، اسنادو او لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی ښه نه شي، د کډوالو په پراخه کچه ستنېدا به د افغانستان له وړاندې نازک بشري او اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي.



